افغان لرغونپوهان د جغرافیوي مالوماتو سیسټمونو (GIS) په برخه کې روزل شوي

افغان لرغونپوهان د جغرافیوي مالوماتو سیسټمونو (GIS) په برخه کې روزل شوي

ښاغلی سلطان مسعود د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو له لسو تنو هغه لرغونپوهانو له ډلې چې د جغرافیوي مالوماتو سیستم (GIS) په یوه درې اونۍ کورس کې چې د لرغونپوهنې په موخه پلی شوی وو، ګډون درلود داسې وايي “ځینې پروګرامونه لکه د ملګرو ملتونو علمي، ساینسي او کلتوري سازمان دا روزنه له لرغونپوهانو سره مرسته کوي ترڅو په خپلو اړوندو چارو کې بی پري شي”

هغه زیاته کړه چې “لرغونپوهنه په افغانستان کې د لرغون پوهنې څیړنې شا او خوا په ۱۹۲۲ز کال کې پیل شوې، خوا دا څیړنې د افغانان لرغون پوهانو پرته ترسره شوي. له دې امله افغان لرغون پوهان د ځان بساينې لپاره اوږده لاره پرمخ لري او دا ډول پروګرامونه ورسره مرسته کولای شي”

د جغرافیوي مالوماتو سیستم (GIS) روزنه د ملګرو ملتونو علمي، ساینسي او کلتوري سازمان (UNESCO) له لورې د افغانستان د میراث او استخراجي صنایعو پراختیايي نوښت په چوکاټ کې په لاره اچول شوې وه. د نړیوال بانک تمویل شوې پروژه له دوو وزارتونو (د کانونو او پټرولیم وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت) سره مرسته کوي چې د مس عینک په ساحه کې د بودايانو ددی تاریخی ښار لرغوني آثار اداره او ترتیب کړي. دا ساحه په خپل ډول کې یو له ډېرو مهمو ساحو څخه عبارت دی او په نړۍ کې د مس د زېرمو یو له لویو کانونو په قطار کې شتون لري. د جغرافیوي مالوماتو سیستم (GIS) ټکنالوجي د لرغوني آثارو د ساحې او محدودې د ټاکلو لپاره کارول کېږي او ددې لپاره چې دا مواد په دقیقه توګه ثبت شي، د ددي لپاره چې روانې کیندنې په همغږۍ سره ترسره کېږي او د افغانستان د راتلونکي لپاره په ګټه تمامېدای شي.

یو شمېر نورې سیمې چې په هغه کې لرغوني آثار او طبیعي زېرمې سره یو ځای شوي، د ملګرو ملتونو علمي، ساینسي او کلتوري سازمان (UNESCO) په نوښت پېژندل شوي دي. ورکشاپونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارپوهانو ته ددې وړتیا ورکوي چې د جغرافیوي مالوماتو سیستم (GIS) ټکنالوجي په آزاده توګه پرته د چا له مرستې وکاروي او وکولای شي چې د خپل هیواد او کلتوری میراث له ځمکۍ لاندې راوباسي او ساتنه ورڅخه و کړي.
ښاغلي مسعود ټینګار کوي چې “افغانستان د زرګونو مهمو لرغونو سیمو درلودونکی دی او دا روزل شوي لرغون پوهانو ته اړتیا لري چې دا ډول پروګرامونه موږ موخې ته نږدې کولای شي”.

د روزنې په اوږدو کې ګډونوالو د لرغونپوهنې د مالوماتو راټولولو او تنظیمولو په برخه کې پوهه ترلاسه کړه، د جغرافیوي مالوماتو سیستم (GIS) په کارولو کې يې پوهه زیاته او په دې پوه شول چې د لرغونو ساحو توپوګرافیک مالومات څنګه راټول او راپور ورکړي. ورکشاپ د یوې روزنې د تقويې په موخه چې د ۲۰۱۸ کال په فبروري میاشت کې پلی شوی وو، رامنځته شو. ګډونوالو په کاري محیط کې د جغرافیوي مالوماتو سیستم (GIS) مفکورې په مفهوم پوه شول او وتوانېدل چې په اړونده برخه کې پراخه تجربه ترلاسه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.