د مس عینک په اړه

Home / د مس عینک په اړه

مس عینک لرغونې سیمه او د مسو د څپړلو زېرمه د کابل د سویل لوېدیځې څنډې په ۴۰ کیلومټري کې د لوګر ولایت شمالي خوا ته پرته ده.
دا لرغونی آثار د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۳ کال د ج – فسمان (G – Fussman) او م – لي بري (M. Le Berre) له لورې ثبت شوی دی. څو کاله وروسته په ۱۹۷۷ کال یوه نوې سروې په لاره واچول شوه ترڅو په افغانستان کې د طبیعي زېرمو د احتمالي اندازې ارزونه وکړي. ددې سیمې د اړینوالي او د کاني پوتانشیل له موندلو وروسته په ۱۹۸۰ کال د بلې برخې څېړنې د په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پوهنې پلاوی( DAFA) لخوا پلې شوې. په پای کې په ۱۹۸۲ کال د مس عینک سیمه د افغانستان د لرغونو ځایونو نوملړ کې ور زیاته شوه.

د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کلونو په منځ کې داسیمه لوټ شوه، که څه هم وروسته د بودایانو د مجسمو ځینې برخې مخکې له دې چې په کابل کې ملي موزیم ته وسپارل شي د پولیسو لخوا ونیول شوې. که څه هم دا کړنې غیرقانوني دي، خو دا کړنې ددې یوه نښه ده چې مس عینک له مخکې د یوې مهمې لرغونې سیمې په توګه د افعانستان د لرغونې تاریخ د سپړلو لپاره، پېژندل شوی وو.
په ۲۰۰۹ کال کې دا سیمه د کان د نویو فعالیتونو پلان شوي پیل ته د چټک ځواب په توګه د مس عینک د کان کیندنې لومړی پراخ پروګرام پیل شو. د لرغونپوهنې پروژه په اصل کې د لرغونپوهنې د ژغورلو یو پروګرام په توګه رامنځته شوی وو او په مستقیمه توکه د کانونو پټرولیم او د اطلاعاتو و کلتور وزارتونو لخوا اداره کېده او په اصل کې د نړۍ وال بانک او د یو شمېر نړۍ والو ډلو په مرسته تمویلېده.

د مس عینک په لرغونې سیمه کې شا او خوا ۱۰۹ بېلابېلې سیمې پېژندل شوي دي. ځینې برخې يې د ګنبذو، مجسمو، دیوالي انځورونو او د بودایي عبادت ځایونو په توګه پېژندل شوي دي.
نورې سیمې داسې ښکاري چې د صنعتي فعالیت لپاره د مسو ایستلو او رغولو لپاره ځانګړي شوې وي. داسې سیمې هم شته چې باور پرې کېږي د استوګنې او اداري سیمو، مذهبي ناستو، د جنازو تدفین او تجهیز په توګه کارول شوي دي.

د معمارۍ آثار چې په مس عینک کې موندل شوي دا ښيي چې دا سیمه د لومړي ځل لپاره په درېیمه زېدیزه پېړۍ کې ونیول شوه. د سیمې د نیولو وروستی پړاو ښايي د اتمې پېړۍ په منځ کې پېښ شوی وي. داسې ښکاري چې مس عینک په تدریجي ډول د اتمې پېړۍ له دویمې نیمايي څخه وروسته پرېښودل شوی وو.

Mes Aynak