د ملګرو ملتونو علمي، ساینسي او کلتوري سازمان (UNESCO) او د افغانستان د لرغونپوهنې انسټیټیوټ یوې ګډې ډلې د بودا مجسمه بیرته خپل جلال ته ورسوله

د ملګرو ملتونو علمي، ساینسي او کلتوري سازمان (UNESCO)  او د افغانستان د لرغونپوهنې انسټیټیوټ یوې ګډې ډلې د بودا مجسمه بیرته خپل جلال ته ورسوله

د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر میاشت کې د لرغون پوهانو یوې ډلې چې د کانونو او پټرولیم او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو لپاره يې کار کاوه، د بودا یوه مجسمه چې لرغونتیا يې پنځمې زېږدیزې پېړۍ ته رسیږي، ومونده چې زیاته برخه یې جوړه پاتې ده. مجسمه د ۱۵ خونې په سویلي دیوال کې وموندل شوه چې د مس عینک لرغونې سیمې MA045 بلل کېږي. دا ساحه د مس عینک لوېدیځ خوا کې د یوې تپۍ په پورتنې برخه کې شتون لري، کارپوهان داسې انګېري چې د MA045 ټولګه د یوه عبادت ځای په توګه کارول کېده. مجسمه د ناست بودا ښکلی استازیتوب او د سولې او حرمت ښودنه کوي چې یاده سیمه په پخوانیو وختونو کې درلوده. د نړیوال بانک له بودیجې او د ملګرو ملتونو علمي، ساینسي او کلتوري سازمان (UNESCO) له تخنیکي مرستې په مننې سره، چې په ۲۰۱۶ ز کال کې یې مجسمه د دوه تنو په کار پوه لرغون پوهانو (ښاغلی ایرمانو کاربونارا او اغلې لیویا البرټي) له لورې بیا ورغول شوه. د ټیم ملاتړ په کانونو او پټرولیم وزارت کې د آثارو ساتونکې ښاغلې پروینه عبدالله او د افغانستان د لرغونو آثارو د ساتنې ملي انسټیټیوټ د دوو کارکوونکو لخوا چې د څارونکو او زده کوونکو په توګه يې کار کاوه ورغول شوه. کار په اصل کې په کابل کې د DAFA (په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پوهنې پلاوی) په لابراتوار کې د جوړولو چارې پیل او د افغانستان د ملي موزیم په لابراتوار کې يې چارې پای ته ورسېدې.

د بیارغونې پروسې د شدید کار سره، له ۱۰ اونیو زیاته موده ونیوه. دې کړنلارې په لومړي کې د مجسمې په ثابت ساتلو او د هغه د ځي په مستحکم کولو تمرکز درلود. د مجسمې سر بېل شوی وو او لرغون پوهانو باید چې هغه په خپله اصلي بڼه بیا رغولای وای. د مجسمې د سمې ساتنې او پایښت لپاره او ددې لپاره چې د مجسمې په اصل کې بدلون نه وي راوړل شوی جوړونکی په ګډ ډول تر څېړنې لاندې ونیول شوه. پایله يې د بیارغونې یو غوره کار وو چې موږ د مس عینک څخه خوند اخیستلو او ستایلو ته هڅوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.